یکنانیوز د علوي مقدس آستان د اطلاع رسونې د څانګې له قوله راپور راکړی، دغه سیالۍ د حضرت محمد مصطفی(ص) او د حضرت امام جعفرصادق علیه السلام د نیکمرغه میلاد په مناسبت او دغه راز د ؛الصادقین ؛ نړیوالې ااونۍ د فعالیتونو په چوکاټ کې کې او د پرله پسې د څلورم کال لپاره ترسره کیږي.
د علوی مقدس آستان ددینی تبلیغ د برخې مسئول شیخ هاني کناني په دې باب ووئيل؛ دغه سیالۍ د شیخ علی کوراني لیکل شوي ؛نبوي سیرت د اهل بیت علیهم اسلام په نزد؛ نومې کتاب د لومړي ټوک له لومړئ صفحې څخه رانیولې تر ۲۵۰ صفحې پورې په اساس ده.
هغه زیاته کړې ده ، ددغې سیالۍ موخه د باؤري سرچینو له لارې د ګډون کونکو په ذهن کې د نبوي د هغو اصیلو مفاهیمو تثبیتول دي چې د پیغمبر اکرم (ص) معطره سیرت روښانه کوي.
شیخ هااني کنانی روښانه کړه، په دغې سیالۍ کې ګډون ، د علوي مقدس آستان د رسندوي برخې په ملګرتیا او د اطلاعاتو د ټيکنالوجۍ له مرکز سره د اړونده ؛ وافد؛ اپلیکشن له لارې ترسره کیږي.
هغه همداراز د نامې د ثبتولو د بهیر د بشپړولو او د ګډون لپاره د اپلیکیشن د اپډیټ کولو په ضرورت ټينګار وکړ،
د علوي آستان ددیني تبلیغ د څانګې مسئول ددغې سیالۍ د جایزو پهباب ووئيل،لومړي لمبر کس ته به د بیت الله الحرام ته د عمرې د سفر ډالۍ وي او ددوهم لمبر کس لپاره به ټپلیټ او ددریم لمبر کس لپاره هم نغدي جایزه په نظر کې نیول شوې ده.له بل پلوه اوو نورو ګټونکو ته به هم د علوی شریف له صحن څخه یوه یوه مرمرمین توله ډالۍ شي.
باید ووئيل شي چې دغه سیالۍ د اکتوبر له لسمې پيلیږي او د هغو نتیجې به د اکتوبر په پنځلسمې نیټې اعلان شي. دغه سیالۍ د علوي مقدس آستان له خوا د دینی معارفو په خپرونې کې د ماډرن ټيکنالوجیو څخه د استفادې او د نبوي معطر سیرت مینه والو ته د وړاندې کولو ښودنه کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4304390